د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست عطاءالله عمري وايي چې د تېر یوه کال پر مهال یې یو میلیارډ افغانۍ عشر ټول کړی دی.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست عطاءالله عمري نن چهارشنبه د زمري څلورمه ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام کې وویل چې په تېر يوه کال کې شاوخوا يو ميليارډ افغانۍ عشر ټول کړی چې د مدیریت او راټولولو چارې يې د کرنې وزارت پر غاړه دي.
نوموړي همداراز زیاته کړه چې تېرکال کې کرنې وزارت په ټول هېواد کې پر بزګرانو ۳۵ میلیونه مېوهلرونکي او غیرې مېوهلرونکي نیالګي وېشلې دي.