سیمه ییز چارواکي وایي، په خوست کې د راوتلیو سېلابونو له کبله د یوې کورنۍ پنځه غړي مړه شوي دي.
سرچینې ویلي، پېښه پرون د خوست په اسماعیلخېلو مندوزیو ولسوالۍ کې رامنځته شوې.
د خوست د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رئيس دوست محمد هلال ویلي، چې په اسماعیلخېلو مندوزيو ولسوالۍ کې سېلاب یو موټر وړی، چې په کې سپاره پنځه تنه «مور، پلار او درې اولادونه» مړه شوي دي.
په وروستیو ورځو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د شویو اورښتونو له امله سېلابونه راوتلي، چې خلکو ته یې د سر او مال درانه زیانونه اړولي دي.