متقي: له نړیوالو سره تعامل مو د بهرني سیاست مهم هدف دی

متقي: له نړیوالو سره تعامل مو د بهرني سیاست مهم هدف دی


  • 1 کال دمخه (29/07/2023)
  • سمسور نیوز
  • 576

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د بریټانیا له راغلو علماوو سره په کتنه کې ویلي چې له نړیوالو سره تعامل د ا، ا د بهرني سیاست مهم هدف دی.

د یاد وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل پر ټوېټرپاڼه لیکلي چې متقي په دې لیدنه کې له یادو علماوو څخه غوښتي، څو د افغانستان حقیقي انځور نورې نړۍ ته ورسوي.

هغه دغه راز یادو عالمانو ته په افغانستان کې د وروستیو پرمختګونو په اړه هم معلومات ورکړي دي.

ا، ا تر دې وړاندې ویلي چې له ټولو هېوادونو سره مثبت تعامل غواړي او له نورو هېوادونو څخه هم د ورته عمل غوښتونکي دي.