افغانستان کې شااوخوا یو میلیون کسان پر تور زېړي اخته دي

افغانستان کې شااوخوا یو میلیون کسان پر تور زېړي اخته دي


  • 1 کال دمخه (29/07/2023)
  • 525

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې شااوخوا یو میلیون کسان پر تور زېړي اخته دي.

دغه سازمان د هپاټيټ نړۍوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې په افغانستان کې نږدې ۶۸۰ زره کسان پر «بي» او ۳۲۰ زره کسان پر «سي» ډول هپاټيټ اخته دي.

د یاد سازمان په خبره، هغه کسان چې نشه‌یې توکي کاروي، د تزریق لپاره له یوې ستنې استفاده کوي، زندانیان، هغه کسان چې له غیر صحي روغتیایي تجهیزاتو کار اخلي او هغه کسان چې غیرمصونې جنسي اړیکې لري، پر دغه ویروس ډېر اخته کېږي.

د یادونې ده، د جولای ۲۸مه د هپاټیټ نړۍوالې ورځ په ټوګه نومول شوې او هر کال د یادې ناروغۍ د مخنیوي او درملنې په موخه لمانځل کېږي.