امر بالمعروف هرات کې د موسيقۍ راټول کړي وسایل سوځولي

امر بالمعروف هرات کې د موسيقۍ راټول کړي وسایل سوځولي


  • 1 کال دمخه (30/07/2023)
  • سمسور نیوز
  • 494

د هرات د امر بالمعروف ریاست له لوري په دغه ولایت کې د موسیقۍ راټولې شوې الې سوځول شوې دي. 

د هرات د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر رئیس عزیزالرحمن مهاجر ویلي، چې موسیقي اورېدل او غږول حرام دي او د ټولنې د ویجاړوېدو لامل کېږي.

مهاجر په دغه ولایت کې د موسیقۍ الاتو پلورونکو ته خبرداری ورکړی، چې جدي قانوني چلن به ورسره وکړي.  

د هغه په خبره، د هرات د امر بالمعروف محتسبان په هرات ښار او ولسوالیو کې ګرځي او د موسیقي هر ډول الې راټولوي. 

نوموړي دغه راز په خپلو خبرو کې ویلي، چې موسیقي ځوانان بې‌لارې کوي او د ترویج هڅه یې باید ونه شي.

هرات کې داسې مهال د موسیقي الې سوځول کېږي چې له دې وړاندې هم په ځینو ولایتونو کې د موسیقۍ الې سوځول شوي دي.