د پښتونخوا نېنشليانوته


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • سيدحسين پاچا
  • 1189

ښاغليو او آغليو!
تاسو ته پته ده چې څه پر موږ باندې د ستاسو د دوستانو سيکانو، پنجابيانو، ګورګينانو، عربانو، عجمانو، روسانو، انګرېزانو او امريکايانو له لاسه څه بده ورځ راغلې ده. تاسو پاتې وئ، خو اوس مو څارګره اداره هغه دی چې استعمالوي او د هغو د خوشالولو لپاره دا کار کوئ. تاسو نه شرمېږئ چې په حکومت کې يې له ځان سره شريک کړئ. د يوې صوبۍ د نوم په بدلولو باندې مو هرڅه لا لاسه ورکړل. کاشکې چې دا د صوبې نوم خو مو بدل کړی وای.
دا څارګره اداره دومره چالاک، دلالان او حراميان دي چې انګرېزان ، امريکايان، ناټو او ټوله نړۍ يې دوکه کړې. د طالب په پلمه پيسې ترې هم شکوي او بيرته يې ورته لمسوي هم. تاسو څه فکر کوئ چې له موږ او تاسو سره به هم مخلص وي نه هېڅکله نه. دا ډېر حرامنمکه خلک دي. شرم خو تاسو ته په کار دی چې په شرمونو يې وشرمولئ. هسې تش په نوم حکومت يې درکړی او بيرته يې درباندې ملنډې شروع کړي دي. ستراتيژي خو مالومه ده چې دوی د څه لپاره دا کار کوي. تاسو ولې د باچا خان لاره پرېښې ده؟ په کار خو دا ده چې تاسو د دې نيمکاسې لاندې د فوځي حکومت سره بايکاټ وکړئ. بلوچ ته نوی فکېج ورکوي او تا ته يې نه درکوي دا ولې؟
دا چې هره ورځ افغانان بېموجبه ستاسو په حکومت کې نيول کېږي، نو زما په اند ښه به دا وي چې طالبي غورځنګ د حکومت سره خبرو ته کښېني او د افغاني ډيالوګ له ليارې په حکومت کې برخه واخلي دا به ډېر ګټور وي نسبت دې زورونو او کړونو ته چې ستاسو له لاسه کېږي. ځکه چې اهانت يو اهانت دی. برابره خبره ده چې د مسلم له خوا وي او که د غيرمسلم له خوا، خو د څارګرې ادارې اهانت به له نورو نه زيات توهين آميزه وي.
تاسو او څارګره اداره د طالبانو او نورو په شمول ټول بايد په دې پوه شئ چې افغانان هېڅکله اغيار نه شي زغملای. ولو که په هر رنګ او هره جامه کې وي. زما په اند د خپلو خلکو او ولس د عزت او ابرو خيال به ډېر اولی او مرجح وي نسبت دېته چې ټوپک ته مو لاس تېر کړی. زما په اند نن ورځ له علمي، اقتصادي، ساينسي او تېکنالوژي پلوه ځان او د ملت رسونه او ژغورنه به غوره جهاد وي. د مجاهدې لپاره نورې ډېرې ليارې هم شته، خو چې څوک يې عملي کړي. هېڅ يو افغان ومسلمان پخپل هېواد کې د هېچا بېځايه مداخله نه شي زغملای. له بده مرغه چې د لسيزو راهيسې دا حق له موږ څخه ښه په زور اخېستل شوی او څوک يې نه راکوي.
زموږ مالي او لوژيستيکي تمويل روښانه نه دی، نو چې نه دی، نو مشروعيت يې هم له پوښتنې سره مخ دی. که څارګره اداره موږ ته د جهاد فتوی راکوي، نو دوی بيا ولې خپل اتيا زره فوځ، استخبارات او د ډرون لپاره هوايي ډګرونه او نور هرڅه يې د همدې خلکو په اختيار او خدمت کې دي؟ داسې خو نه شي کېدای چې هم يې يارانه کوې او هم ورسره دښمني. نو چې سړی علناً د چا په مقابل کې د جهاد حکم نه شي ورکولای او بل ته وايی چې نر شه چې جهاد دی، نو د دې مشروعيت به څنګه شي؟ بله دا چې د څارګرې ادارې مرسته له موږ سره له اسلامي اړخه نه، بلکې د يوې سياسي موخې او خپلې نظامي پراختيا او خاصې ستراتېژۍ لپاره ده. ښکاره خبره ده څارګره اداره چې موږ ته کوم شی راکوي هغه هم په حقيقت کې د همدې بهريانو د مالي او نظامي مرستو صدقه ده چې موږ ته يې راکوي او خپل وطن راباندې ورانوي. او که عرب يې راکوي، نو بيا خو يې هم پرته د انګرېز، ناټو او امريکا له خوښې نه شي راکولای او عرب مجبوره دي چې خپله برخه تاوان د امريکا سره پورته کړي. د افغانستان په مخکېني جنګ کې يې هم خپله برخه اچولې ان تر دې چې د عراق په جنګ کې يې هم خپله برخه پرېکړې وه. او که ووايو چې خلک چندې اچوي دا به درسته خبره نه وي. ځکه چې دلته د مذهبي مسايلو ترڅنګ سياسي شبهات پراته دي او له هېچا سره دومره ډېرې نه دي، او که ډېرې هم شي، نو بېحسابه او بې مقصده يې هېڅوک چا ته نه ورکوي. دا دومره جنګ په چندو چلېدل اسانه خبره نه ده.
دا د حکومت ذمه واري ده چې بايد د اسلام اباد سره په صفا ټکو کې وغږېږي او خپل احتجاج بايد ملګرو ملتونو او د کډوالۍ پورې اړوندو مقاماتو ته ورسېږي. دا څارګره اداره په جي جان نه سمېږي. داؤد خان نشته او په کرزي به سړی څه توره وکړي!
نو ای نېشنليانو تاسو خو بې له هغې هم له څارګرې ادارې نه خپله خپلواکي نه شئ اخېستای، نو چې دا کار نه شئ کولای، نو بيا خو خپل پښتانه ورونه ولې د هغوی د خوشالولو او د خپلو پنځو روپيو د رشوت لپاره کړوئ. له خپل وفاقي حکومته مو حق وغواړئ چې درته يې درکړي. هسې تش په تشه ولې افغانان خواران ځوروئ!