د خیبر پښتونخوا قبایلي سیمې باجوړ کې چادونې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې.
د راپورونو له مخې، دغه پېښه نن له ماسپښین وروسته د باجوړ په ښار کې د جمعیت علمای اسلام ګوند په یوه غونډه کې شوې، چې د لومړنيو مالوماتو له مخې په کې لږ تر لږه پنځه تنه وژل شوي او له ۳۰ تنو ډېر ژوبل دي.
د ځايي پولیسو په وینا، د چاودنې قربانیان روغتون ته لېږدول شوي، خو د ژغورنې ادارې ویلي، چې ښايي د مړو شمېر تر دې هم ډېر شي.
تر اوسه د دې برید مسوولیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.