ننګرهار کې د صفا راډيو خبریال عرفان الله بیدار نادرکه دی

ننګرهار کې د صفا راډيو خبریال عرفان الله بیدار نادرکه دی


  • 9 مياشتي دمخه (31/07/2023)
  • صحت سمسور
  • 419

په ننګرهار ولایت کې د صفا راډيو خبریال عرفان الله بیدار له تېرې یوې اوونۍ راهېسې نادرکه دی.

د عرفان الله بیدار د کورنۍ غړي او د راډیو مسوولین وایي، دوی د ښاغلي بیدار د پیدا کولو لپاره هره لاره لټولې خو تر اوسه یې د برخلېک په اړه معلومات نه دي ترلاسه کړي.

د عرفان بيدار د کورنۍ يو غړی چې نه‌غواړي نوم يې په راپور کې خپور شي وايي: "یوه ورځ هم داسې نه‌ ده راغلې چې مور یې ژړا نه وي کړي، وایي یوازې یو ځل یې له ما سره وغږوئ، خو دوی له موږ سره هیڅ ډول اړیکه نه نیسي."

دى وایي، په ننګرهار کې عرفان الله بیدار تېره چهارشنبه د عیدګاه جومات له مخې په یوه سپین هایلکس موټر کې د نامعلومه کسانو له ‌خوا يوړل شو.

نوموړى زياتوي چې موټر ته تر پورته کېدو مخکې يې د وسله ‌والو له‌خوا مخ ته توره کڅوړه هم ور اغوستل شوې ده.

د خبریال بیدار ورور وایي، دوی له هېچا سره کومه دښمني نه لري او د خپل ورور د برخلیک په اړه اندېښمن دي.

هغه وویل: هغه ازادي راډيو ته وويل: ((هر ځای لاړو کابل ته، دلته مو عریضې وکړې، امنیت ته، قومندانۍ ته، ولایت ته، تر نن ورځې له موږ سره معلومات نه‌دي شریک شوي، چې بیدار چېرې دی؟))

عرفان الله بیدار واده کړی، درې زامن او یوه لور لري، د کورنۍ د غړي په خبره یې د بیدار مور د زړه ناروغي لري او وایي له کومې ورځې چې نوموړی نیول شوی، د مور ناروغي یې څو برابره ډېره شوې.

د صفا راډیو مسوول اسماعیل حضرتي ازادي وایي، عرفان الله بیدار له ۲۰۱۰ کال را په دې خوا له دوی سره په بېلابېلو برخوکې کار کړی او په خبره يې بیدار ارامه شخصیت لوړ استعداد او ښه همکاري درلودله.

حضرتي وایي، له کومې ورځې چې بیدار وړل شوی، دوی له ټولو مسوولو ادارو سره خبره شریکه کړې، خو د بيدار د ځاى په اړه يې کوم معلومات نه‌دي تر لاسه کړي.

حضرتي وویل: ((که د ژورنالستانو د خوندیتوب ادارې وې، که نی دفتر و، که نور اړوند بنسټونه و، ټولو سره مو موضوع شریکه کړې، خو تر اوسه موږ ته بیخي ځواب نه‌دی راکړل شوی، امنیتي کسان یې کورنۍ ته وایي چې له موږ سره په دې نوم څوک نه‌شته)).

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې یا نی د چنګاښ په ۲۸مه په یوې مطبوعاتي اعلامیه کې د ننګرهار له امنیتي بنسټونو غوښتنه کړې ، چې د صفا راډیو د خبریال د برخلیک په هکله خلکو ته معلومات ورکړي.

د نی په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې دوی ته رسېدلي خبرونه ښیي چې عرفان الله بیدار تېره چهارشنبه د جلال‌ اباد ښار د عیدگاه جومات په سیمه کې د وسله‌ والو کسانو له لوري ونیول شو او نامعلومه ځای ته ولېږدول شو.

نی زیاته کړه، نوموړی د طالبانو د امنیتي ځواکونو له لوری نیول شوی؛ خو د ننګرهار ولایت امنیتي ځواکونو دا خبرې رد کړي دي.

د نی په وینا دا لومړځل نه دی، چې په افغانستان کی خبریالان ورکېږي، بلکې په خبره یې له تېرو دوو کلونو راهیسې دوی د خبریالانو د ورکېدو شاهدان دي.

راپور صحت سمسور