د طبیعي پېښو له کبله ۷۰۰ کسان وژل شوي

د طبیعي پېښو له کبله ۷۰۰ کسان وژل شوي


  • 1 کال دمخه (31/07/2023)
  • سمسور نیوز
  • 528

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند شفیع الله رحیمي نن ملت ته د دولت ورکوونې پروګرام کې ویلي، چې په دې موده کې ۷۰۰ نور کسان ټپیان شوي او شاوخوا شل زره کورنه په بشپړ او نیمه ډول ویجاړ شوي دي.

نوموړي زیاته کړې چې په یاده موده کې سل زره کورنۍ بې ځایه شوې، ۷۰ زره څاروي وژل شوي او ۱۲۰ زره جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې ده.

په همدې حال کې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د ماین پاکۍ او انسجام ادارې رئیس قاري نورالدین رستم خېل ویلي چې په تېر کال کې د پخوانیو ناچاودو توکو د چاودنې له کبله ۴۹۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې ۱۸۰ یې وژل شوي او ۳۱۰ نور ټپیان دي.