د یوناني فلسفي هراکلیټس یو مشهور قول دی چې وايي: یوازې بدلون دی چې دومداره دی. یعني نړۍ کې هر څه بدلون مومي. انساني عادتونه، کلتوري کړه وړه، ټولنیز اندونه، رواجونه......
ټولنیز بدلون بیا دوه بڼې لري. لومړۍ بڼه یې د ټولنې له منځ څخه را ټوکیدونکی بدلون دی چې بیلا بیلو لاملونو له کبله تدریجي په طبعي توګه را منځ ته کیږي، او یا هم د ټولنې په کچه اصلاحي حرکتونو، د ولسونو په منځ کې اغیز لرونکو خلکو د کړو وړو په تقلید او یا هم د بعضو پيښو په پایله کې ټولیزه پریکړو په بدل کې راځي.
د ټولنیز بدلون دویمه بڼه بیا له پاس څخه د واکمنو له خوا مهندسي (social engineering)کیږي، او د پالیسیانو، قوانینو او یا هم د جبر په پایله کې په خلکو تحمیلیږي او په دې بڼه د خپلو ایډیالوژیانو او افکارو د خپرولو تکل کیږي.
د ټولنیز بدلون لومړۍ بڼه چې د لاندې څخه پاس لوري ته خوځیږي، خپرول یې ډیر وخت، دومداره هڅو ته اړتیا لري. کله کله ټولنیز بدلون نسلونه نیسي ترڅو په ټولنه کې خپلې ریښې ټینګې کړي.
خو د بدلون دویمه بڼه بیا ژر خپریږي، کم وخت ته اړتیا لري او یوازې جبر او زور کولی شي چې خلک دې ته اړ کړي چې مهندسي شوی بدلون ومني. خو دا بدلون د ولس په منځ کې د تمثیل تر حده وده کوي، او په ټولنه کې ژورې ریښې نه شي غځولی او ډیری وخت دا جبري بدلون داسې عقدې زیږوي چې ټولنه یې سره له ټولو ګټو او منطق په زړه کې مخالفت پالي او چې وس یې بر شي په مقابل کې یې ودریږي هم.
له بده مرغه، زمونږ ټولنه کې هر څوک چې حاکم شوی، د ټولنیز بدلون حقیقي مزل په ځای یې ټولنیزې مهندسۍ ته مخه کړې ده. که ظاهري بڼه وه او که اند، ټولنیز کړه وړه وو او که سیاسي افکار، ټولو سره تحمیلي چلند شوی.
تاریخ وپلټئ، نه هغه ټولنیز انجینیران شته او نه یې انجینیري شوي بدلونونه! آن له ښه نیت د ملت په خیر وړاندیز شوي بدلونونه هم رد شوي چې ناوړه پایله یې ملت پس له مودو هم ګالي.
کاش چې تاریخ مو لوستلی، ترې مو زدکړه کولی او له دې لارې مو د تاریخ د تکرار مخه نیولی!