خوست کې یو درې کلن ماشوم تر تښتول کېدو وروسته وژل شوی

خوست کې یو درې کلن ماشوم تر تښتول کېدو وروسته وژل شوی


  • 1 کال دمخه (01/08/2023)
  • سمسور نیوز
  • 426

‏د خوست مرکز متون په ورغه سیمه کې انسان تښتوونکو د محمد په نوم یو درې کلن ماشوم وژلی دی. 

د خوست د امنیه قومندانۍ ویاند مستغفر ګربز ویلي، چې انسان تښتوونکو دغه ماشوم د تېرې جمعې په ورځ له خپل کوره تښتولی و، چې وروسته یې په ډېرې بې رحمۍ سره وژلی دی.  

ګربز زیاته کړې، انسان تښتوونکو د ماشوم له کورنۍ یوولس زره امریکايي ډالر غوښتي وو، چې بیا یې د پیسو د نه ورکړې له کبله وژلی دی.    

د نوموړي په خبره، تښتونکی د ياد ماشوم ګاونډی و او د معروف خان په نوم د مشر په ګډون يې د کورنۍ ټول غړي د امنيتي ځواکونو له لوري نيول شوي او اوس مهال تر څېړنې روانې دي.