د فاریاب په مرکز میمنې ښار کې یوې ۱۶ کلنې نجلۍ د ښکاري ټوپک په وسیله خپل ځان وژلی دی.
د فارياب د امنیه قوماندانۍ مسؤلینو ویلي، چې پېښه دوه ورځې وړاندې د لومړۍ ناحيې په «عزيز اباد» کلي کې رامنځته شوې ده.
سرچینې زیاته کړې، چې دې نجلۍ په تېروتنې سره ځان ویشتلی دی.
تر دې مخکې د فاریاب په «شیرین تګاب او بلچراغ» ولسوالیو کې هم دوو ښځو د کورني تاوتریخوالي له امله ځانوژنه کړې وه.