د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي چې د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د یوه ګډ حکومتي پلاوي په مشرۍ د قزاقستان استانې ښار ته سفر کړی دی.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، چې ښاغلي عزیزي د قزاق-افغان ستر نندارتون د پرانیستې، د سوداګرۍ د پراختیا، ټرانزیټ، د صنعت او پانګونې د جلب لپاره دغه هېواد ته سفر کړی دی.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې چې په دغه نندارتون کې ۳۵۰ افغان شرکتونه، په ۷۰ غرفو کې له افغانستان او له بهره به د هېواد صنعتي، کرنیز او کاني محصولات نندارې ته کېږي.