باجوړ کې برید؛ شهباز شریف: ترهګر د افغانستان خاوره زمونږ پر ضد کاروي

باجوړ کې برید؛ شهباز شریف: ترهګر د افغانستان خاوره زمونږ پر ضد کاروي


  • 1 کال دمخه (02/08/2023)
  • سمسور نیوز
  • 558

د خیبرپښتونخوا په باجوړ کې ترمرګوني برید وروسته، د پاکستان لوړمړي وزیر شهباز شریف ویلي، چې سرپرست افغان حکومت باید د دوی پر ضد د خپلې کارېدو مخه ونیسي.

شهباز شریف ویلي، چې ترورېستي ډلې د افغانستان خاوره د پاکستان پر خلاف کاروي او ا، ا یې باید پر ضد اقدام وکړي.

د تېرې يکشنبې په ورځ د خيبرپښتونخوا کې په باجوړ کې د «جمعيت علماء اسلام» ګوند پر يوه غونډه بريد وشو. 

د وروستیو شمېرو له مخې، په دې بريد کې ۵۴ تنه وژل شوي او نږدې ۲۰۰ نور ټپیان دي.

د دې بريد مسووليت داعش وسله والې ډلې پر غاړه واخیست.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري هم تېره ورځ له سرپرست افغان حکومت د دوی پر ضد د افغان خاورې د نه استفادې د مخنیوي غوښتنه وکړه.

بل لورته بیا، افغان حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو تر دې وړاندې یې د پاکستاني چارواکو ورته څرګندونې رد کړې وې.