القحطاني: سیمه او نړۍ باید له افغانستان سره رغنده تعامل وکړي

القحطاني: سیمه او نړۍ باید له افغانستان سره رغنده تعامل وکړي


  • 1 کال دمخه (02/08/2023)
  • سمسور نیوز
  • 466

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي دکتور مطلق القحطاني د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره په کتنه کې ویلي، چې سیمه او نړۍ باید له افغانستان سره رغنده تعامل ته راوړاندې شي او شته فرصتونه ضایع نه کړي.  

د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خبره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې پر بېلابېلو سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو موضوعاتو خبرې وشوې. 

خبر پاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې قطري استازي د افغانستان اوسنی وضعیت د ډاډ وړ بللی او غوښتنه یې کړې، چې له دې هېواد سره دې تعامل زیات شي. 

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دواړو لوریو د افغانستان په اړه د هر اړخیزو همکاریو دوام او پراختیا اړینه بللې ده.