د يوې غریبې سکاڼې جينۍ په زړۀ کې د الماسو د گوتمۍ هوس ځای ونېو. له زرگره یې د گوتمۍ قيمت وپوښت. هغه داسې بيه وويله، چې سکاڼې جينۍ دومره لوړ عدد په لومړي ځل واورېد.
څو ورځې وروسته سکاڼه جينۍ د سکرو په کان کې کاريگره شوه. هغې به هره مياشت د خپلې تنخوا یوه برخه د الماسو گوتمۍ ته بېلوله. کلونه تېر شول، خو ټولې شوې پيسې د الماسي گوتمۍ قيمت ته و نه رسېدې.
يوه ورځ د گاونډي لور ودېده. سکاڼې جينۍ ته تصادفاً د سندرې نوبت ورغی. غږ یې د خلکو په زړونو خولې ولگولې. ښځو يوې بلې ته وويل:
رنگ او غږ يې هيڅ نه سره وايي، ته به وايې د سکرو له کانه د الماسو رڼا را وځي.
د جينۍ سندره چا ثبت کړې وه، لاس په لاس شوه او په ښار کې د تېزې سيلۍ غوندې خپره شوه. د موسيقۍ او ميوزيک کمپنيو د نوې هنرمندې کور پيدا کړ او هغه د سکرو له کانه د موسیقۍ او هنر ډگر ته را ووتله.
کلونه وروسته زرگر د يوه کانسرټ ټيکټ واخیست. د سندرغاړې غږ يې غوږونه نېولي ول خو د هغې په غاړه، لاسونو او گوتو کې د الماسو امېل، بنگړيو او گوتميو يې نظر ولجه کړی و. د سندرغاړې رنگ دومره بدل شوی و، چې زرگر په سختۍ وپېژنده، چې دا د هغه سکاڼه مشتري ده.
زرگر چې حيرانۍ اخيستی و، د خپل څنگ ملگري ته يې وویل:
«د الماس هغه ټوټه چې دې سکاڼې هنرمندې کلونه، کلونه د سکرو په کان کې لټوله، د دې په ستوني کې پټه وه.»