ژباړه: محب الرحمن ماليار
تېرکال چې د تبريز ښار ته لاړو ، د تبريز د ارګ،د شاعرانو د قبرونو ، د تاريخي پخوانيو او نويو ودانيو له نندارې پس د ايراني ملګرو په ملتيا د ايران د خشکناب درې ته ورغلو له طبعي منظرو ، باغونو ، د دښتو له زرغونو لمنو او ورشوګانو واوښتوو اخر د سفر مشر ملګري مجتبی له مونږ وغوښتل چې څو ورځې به دلته د هغه د تره په باغ کې تم شو او دمه به واخلو دا بڼ چې د کلي ختيزه برخه کې پروت و ډېر غني ،اباد او ښېرازه و د ميوې نيالګيو کتارونه په ترتيب او منظم ډول کرل شوي وو د مڼو،انګورو او ګيلاسوبارورې ونې داسې ښکلی برېښېدې چې په ليدو يې د سړي تنده او تلوسه پارېده .
د بڼ په غولي کې يوه کوچنۍ تفريحي ودانۍ هم ودانه وه ددې ودانۍ شهکاره معماري او نقاشي حتما د يو با ذوقه او با سليقې معمار او نقاش په لاسونو شوې وه .مجتبی مخ راوړه او په ډېر وياړيدلي لهجه يې وويل :ددې بڼ ساتونکی يو مهربان افغان دی چې کار ډېر کوي او خبرې يې دشمار دي.
له تېرو لسو کلونو خپله دنده په ډېرې رښتينولۍ مخته وړي .
هو رښتيا محمد نسيم نوميږي دی ډېر با وقاره او ښه انسان دی .
څو ملګرو ټغر خور کړ او څو نورو د کباب په پخولو پېل وکړ په سيخانو کې د ټومبل شوې غوښو ټسه هاری پورته کېده او له لوګي سره يې له کېفه ډکه خوشبويي لټېده رښتيا خبره داده چې زما د ذهن په دالانه کې د نسيم نامي هېوادوال د نامه جرس کړنګېده ليدو ته يې ډېر بې صبره لېواله وم .
چې دا وګورم او ترې وپوښتم چې د افغانستان د کوم ښار او کومې سيمې استوګن دی او ولې کار پسې دومره لرې راغلې ؟ ولې يې ښار کې کار او روزګار غوره نه دی ګڼلی او ولې دې صحرا ته راغلی تهران او اصفهان يې ولې غوره نه دي ګڼلي ؟
کتل مې چې ټوکرۍ يې غېږ کې وه مونږ لپاره يې مرچ او ايلنی را ټولاوه چې نسيم ته ورنږدې شوم د هغه ګردجنه او غربت وهلې څېره مې ذهن ته داسې ودرېده چې ګويا ما نسيم له ډېر پخوا پېژانده ، شک پسې واخيستم د غوږو دواړو خواو ويښتان يې سپين برېښېدل د سترګو شاو خوا يې خيرو کرستې نيولې وې .
څنګ ته يې ورغلم سلام مې پرې وکړ ممکن هغه هم پېژندلی وم هغه نسيم نه و د هغه اصلي نوم علي شاه و ، نه پوهېږم چې هغه ولې علي شاه په نسيم اړولی و ؟
ولې يې ځان نسيم باله ؟
آه ! دا لس کلونه به په ده څومره سخته اوښتي وي .
دده سپين ويښتان ، دنګه ونه ، دده نهيلې څېره او مهربان زړه اووو زما خدايه! دا سپين روبی نسيم هماغه زما د ماشومتوب د دور ټولګيوال علي شاه و چې د هغه وخت ډېرې کمې نښې يې پر څېرې جوتې وې.
زه يې وپېژندم ، وه يې نه غوښتل چې خپل هويت پټ کړي يا ځان تېر باسي ، وه يې نه غوښتل چې له ما څه پټ کړي. راغی کلکه غاړه يې راکړه زه يې غېږ ته دومره جوخت کړم چې د زړه د درزا غږونه يې داسې احساسېدل لکه زما د زړه په قفس کې چې زما قلب درزيږي. وجود يې ستړی او بې سيکې و .
د زړه خُم يې له دردونو تر مورګو را ډک و. رښتيا خبره وکړم ومې نه غوښتل هغه ته هغه ترخه پېښه ور ياده کړم چې امله يې هغه روحاً شکنجه کېده.هغه خبرې اوس د بحث وړ نه وې د هغه نا مبارکې ورځې يادول اصلاً د هېڅ لوري په خېر نه و دهغه پېښې يادول يوازې د نسيم درد او خفګان دوه برابره زياتول .
ما سپين ږيري علي شاه ته هېڅ نه ويل همداسې لکه بُت ولاړ وم خو علي شاه د سکوت کنګل مات کړ ښايي د هغه زړه خبرې کول غوښتل خو زه يې سينې پورې هماغسې جوخت نيولی وم او په غريو نيولي غږ يې وويل زه ليونی يم علي ؟ ايا څوک خپل ورور وژني ؟ مګر د حقارت له امله يې چې زړه وپړسيږي او د ځان سپکاوی ونشي ليدلی زړه يې له کينې را ډک شي او بغض يې شديد شي نو ګوتې يې غېر ارادي او غېر اختياري په ماشه را کش کړي او د خپل د ورور وجود د ډزو او باروتو خوراک کړي په خاورينې زمکې هغه وينه په فوران کړي کومه وينه چې دده خپلو رګونو کې ګرځي .
څومره چې زه پړ او ملامت وم همدومره مې مور په ملامتۍ کې ښکېله وه ځکه زه مې کوچني ورور ته مور همدومره پړسولی ومه علي چې خون رانه وشو او خون مې له خونپرۍ وکړ .
علي ما له مهدي کوم کمی لاره چې مور مې غه تر ما لوړ ګاڼه او ماته يې له ټولو په ټيټ نظر او سپکه سترګه کتل ؟
ولې مې مور راته دومره سپک اختيار کاوه علي ؟
که دا د وخت جبر و ، که وخت له ما د زغم ازموېنه اخيسته که هر څه و خو زه په کې پاتې راتلم او پاتې راغلم ما ددې ازموېنې وړتيا نه لرله زه محروميت او بې رخۍ وژلم. مور مې زما د مشرۍ ځای مهدي ته ورکړی و او هغې زه رد کړی وم زما کشر ورور يې له ما ډېر د درناوي وړ باله ما د خپل شان سپکاوی نشو ليدلای .
له سپکاوي ډک دا چلند يو مغروره ځوان او په ځان مېن ځوان ته سخته نه ده علي ؟
د علي شاه د ژړا غږ لوړ شو او کړيکو يې فضا لړزلوه .
علي شاه يو لوی باغ ، د يو پردي وطن لرې صحرا ته پناه راوړې وه ترڅو چې هېڅوک ونګوري په هېڅ شناخته يې سترګې ونه لګېږي له هر چا يې ځان ګوښه کړی و ان د خپل د وطن له غېږې او د خپل د کوچني ورور له قبره لرې راغلی و .
هغه ورځ مې چې مې مهدي سره شخړه را ولاړه شوه مور مې د علي د ملاتړ لپاره راغله او يو څو درنې څپېړې يې په مخ را پورې کړې؛ ما ټوپک ته لاس کړ او مهدي مې څلور ډزه وويشت .
آه ما يوازې په علي ډزې ونکړې بلکې په خپل ژوند مې ډزې وکړې ، په ځان مې ډزې وکړې او په خپل زړه مې ډزې وکړې. ما فکر کاوه چې په دې کار به مې مور شکنجه کړم. ما وېل مور به مې پرې وځوروم مګر هرڅه هسې نه وو...
علي زړه مې له وينو ډنډ دی ، ډېر بې وسه يم نهايت بې کسه يم په بېچارګۍ او تنهايۍ کې شپې اړوم لس کاله شوو چې مې له هر چا تېښته کړې او له هرچا دغې لرې صحرا ته را تېښتېدلی يم نه غواړم چې کوم شناخته ووينم او هغه مې زاړه زخمونه تازه او وينې کړي .
خو زما ذهن دا هرڅه نه هيروي؛ هره شېبه ترې زورېږم ايا ته پوهېږي چې دومره لوی درد له سړي هېرېږي ؟
نه ؛ کله هم له حافظې نه وځي لس کاله عمر مې دلته واړوه مګر دا کلونه راباندې په عذاب کې واوښتل .
کله چې انسان نشي کولای چې ومري، نشي کولای چې ماضي ته ستون شي او نه هم خپله ماضي بدلولای شي دا لويه بيچاره ګي نه ده ؟
اه .. هغه انسان به په څومره بې وسۍ کې راګير وي .
زه دلته بند يم هو دقيقا دلته ګير يم .
علي زړه مې ورور ته ډېر زوريږي. مهدي ته خفه يم. هو هغه مهدي ته چې هېڅ ګناه يې نه لرله ...