بهترينه ازادي/ ډاکټر نجيب زاخېلوال


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • ډاکټر نجيب زاخېلوال
  • 1247

 

ايټالوي فيلسوف اوشو
هر څه غواړي چې تا ته څه ووايي، ونې غرونه، بحرونه، سيندونه، اسمانونه او ورېځې دا ټول تا ته څه وايي.
تا ته وايې چې نړۍ يو ابدي هستي ده چې يوازې شکل يې عوض کيږي او بس! مګر جوهر يې تل په ځای پاتې وي.
نو له دې امله په څېره د څه شي پيژندګلوي مه کوه. د هر څه جوهر يا حقيقت ته ځان رسوه، ستا بدن ستا څېره ده، ستا ذهن ستا څېره ده. مګر په تا کې يو څه شته چې ددې دوو ځنې پورته دي او هغه واقعيت دی.
دا نړۍ او کاينات هر څه لري خو د واقعيت درلودلو څخه عاجزه ده، بحرونه هر څه لري چې هغه ته هم لرې مګر بحرونه واقعيت نه لري. چې دا واقعيت ستا اوښياري ده.
ونې او بوټي وجود لري مګر اوښيار نه دي، خو که ته اوښيار نه شې ته هم يوه خوځيدونکې ونه يې
چې تکامل دې نه دې کړی او تکامل د انسانيت له هله کيږي چې ته د معرفت ( ځان پېژندنې ) څوکې ته ورسيږې. څه خلک د معرفت څوکې ته رسېدلي دي چې دا ددې مانا ورکوي چې معرفت ته رسېدل شوني دي او هر څوک کولی شي هلته ورسيږي مګر لږ څه کوشش غواړي، لږ څه ريشتنولي غواړي، لږ څه تپ او تلاش غواړي.
هر څه تا ته وايي چې په دغه لار چې ته ژوند کوي دا بسنه ( کفايت) نه کوي، څه چې ته کوې د يوازې لکه څاڅکی له دريابه !
ستا ژوند سر سري دي او اصلي ژوند ته تا لاس قدر هم نه دې ور اوږد کړی، خلک نړۍ ته راځي ژوند کوي اومړه کيږي پرته لدې چې پوه شي، دوۍ څوک وو؟
که چېرته ته چوپ اوسې ټولې هستۍ چوپ دياو که تا د خپل دننه وجود پېژندګلوي وکړه نو د ژوند په خوند به پوه شېاو ژوند به دي له خوشاليو ډک شي، خوشالۍ او رڼاګانې لحظه په لحظه ستا په لور راځي نو بيا ونې هم په تا رخه کوي پر ځای ددې چې ته په هغوۍ رخه وکړې، ځکه ته کولی شې د معرفت غوړيدلي ګلان ورکړې او ونې له دې کار نه عاجزې دياو هغوۍ له هغه ځای نه ډير لرې پاتي دي چې ته چېرته يې، کنه ته به هم يو ورځ د هغوۍ په څنګ کې وې.
موږ حرکت کوو ونې هم حرکت کوي خوزموږ حرکت پدې پوءې اږه لري چې موږ څه ډول حرکت کوو او څه ډول ژوند کوودا هغه فکر دی چې موږ پورته بيايي.
په ياد ولرئ! چې نن تاسې په ډير پورته ځای کې قرار لرئ او ستاسې اصل کار دادی چې د انسان کېدلو فرصت له لاسه ورنکړئ بلکې د خپل ځان د لرلو مرکز پيدا کړئ چې دا کار تاسې معراج ته رسوي چې بيا هغه وخت تاسې هيڅ ډول څېرې ته اړتيا نه لرئ يانې يوه هستي پرته له شکله!
چې دا يوه ستره ازادي ده، ځکه دا وجود پخپله يو اړستون ( زندان ) دی، ذهن يو اړستون دی. کله چې خالص معرفت ته ورسۍ نو تاسې يو شوۍ او ستا ازادي پوره شوه او انسان مدام ازاد وي او دېته وايي بهترينه ازادي!!!