سراج‌الحق: د ا، ا مشرانو لوڼې بهرنیو هېواد کې زده‌کړې کوي

سراج‌الحق: د ا، ا مشرانو لوڼې بهرنیو هېواد کې زده‌کړې کوي


  • 1 کال دمخه (10/08/2023)
  • سمسور نیوز
  • 481

د پاکستان د جماعت اسلامي مشر سراج الحق ویلي، په داسې حال کې چې افغان نجونې له زده کړو بې برخې دي؛ خو د اوسنیو افغان مشرانو لوڼې په بهرنیو هېوادنو کې پر زده کړو بوختې دي.     

نومړي له مشال راډیو سره په مرکه کې ویلي، چې سرپرست افغان حکومت باید د افغان نجونو پر زده کړو لګول شوی بندیز پای ته وروسوي. 

هغه په پاکستان کې وروستیو ناامنیو ته په اشارې ویلي، چې ا، ا دې د دې پېښو یوازې ننداره نه کوي، بلکې د مخنیوي لپاره دې یې خپل مسؤلیت ادا کړي.  

په همدې حال په پاکستان کې افغان سفارت خبر ورکړی، چې تېره ورځ د دغه سفارت سرپرست سردار احمد شکېب د پاکستان د جماعت اسلامي له مشر سراج الحق سره ناسته کړې ده.

سرچینې ویلي، چې په دې ناسته کې د اسلام اباد او کابل ترمنځ د اړیکو پر ښه کېدو ټینګار شوی دی.