کلید راډیو دوه تنه خبریالان  نیول شوي دي.

کلید راډیو دوه تنه خبریالان نیول شوي دي.


  • 1 کال دمخه (10/08/2023)
  • صحت سمسور
  • 780

په ننګرهار کې د ا.ا د استخباراتو لخوا د کلید راډیو دوه تنه خبریالان هر یو فقیر محمد فقیرزی او جان اغا صالح نیول شوي دي.

په ننګرهار ولایت کې د طالبانو استخباراتو د کلید راډیو دوه تنه خبریالان فقیر محمد فقیرزی او جان اغا صالح نیولي دي.

سرچینې وایي، طالبان د کلید راډيو دفتر ته ننوتلي او د دې ادارې مشر فقیر محمد فقیرزی او خبریال جان اغا صالح یې له ځان وړي دي.

یادو سرچنیو د نوم نه ښودلو په شرط سمسور وېب پاڼې ته وویل، چې دغه دواړه خبریالان د طالبانو استخباراتو ونیول او له ځانه سره یې وېوړل.

په ننګرهار کې د مزل راډيو خبریال ګلزاده سنګر وایي، چې له جان اغا صالح او فقیر محمد فقیرزي سره یې څو کاله یوځای د خبریالۍ دنده ترسره کړې، چې پر وینا یې ملي ګټو ته ژمن خبریالان دي.

سنګر په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي:((په ننګرهار کې د کلید راډیو  مسئول فقیر محمد فقیرزی او خبریال یې جان آغا صالح سره مې یو ځای څو کاله د خبریالۍ دنده ترسره کړې، دوی هېواد،  ملي ګټو او د خبریالۍ اصولو ته تل ژمن پاتې شوي او هم  یې د وطن د خیر لپاره قلم کارولی، اوس چې په هره موضوع تر زندانه رسیدلي؛زموږ هیله ده چې ګناه یې معاف او ژر تر ژره خپلو کورنیو سره یو ځای شي)).

که څه هم چې تر اوسه د ننګرهار امنیتي چارواکو د دې دوه خبریالانو د نیول کېدو په اړه څه نه دي ویلي؛ خو د افغانستان د خبریالانو مرکز په خپره کړې خبرپاڼه کې د استخباراتو له مسوولینو غوښتي چې یاد خبریالان دې آزاد کړي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز له سیمه ییزې ادارې غوښتي چې د دغو خبریالانو پر وړاندې هر ډول شکایت د رسنیو د قانون پر بنسټ او د رسنیو د شکایتونو او سرغړونو کمېسیون له لارې وڅاري.

دا په داسې حال کې ده چې درې ورځې وړاندې په کندهار کې د ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد له خبریالانو سره په غونډه کې ډاډ څرګند کړی وو چې له خبریالانو سره به په هره برخه کې همکاري کوي.

خو د کلید راډيو ادارې بیا په خپله خبرپاڼه کې لیکلي : ((د کلید گروپ اداره چې د رسنیو د قانون پر بنسټ رسنیزې هڅې او د واقعیتونو پربنسټ ولاړه اطلاع رسوونه کوي، هیله لري چې په ننگرهار کې د استخباراتو له خوا دواړه نیول شوي خبریالان فقیرمحمد فقیرزی او جان آغا صالح ژر تر ژره خوشې کړي)).

دا لومړی ځل نه دی چې طالبان خبریالان نېسي تر دې وړاندې هم د ځېنو رسنیو خبریالان او فعالان نیول شوي چې ځېنې یې خوشې شوي او ځېنې د طالبانو په زندانونو کې پراته دي.