د افغانستان لپاره د چین سفیر وانګ یو د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره د خدای په امانۍ لیدنه کړې ده.
د یاد وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې په دغې لیدنه کې په وروستیو دوو کلونو کې د افغانستان او چین پر اړیکو، په افغانستان کې د چین د پانګونې او په راتلوونکي کې د واړو هېوادونو د اړیکو پر پراختیا خبرې اترې شوې دي.
متقي په دې لیدنه کې د افغانستان پر وړاندې د چین بهرنی سیاست مثبت بللی او د لا پرمختک هیله یې کړې.
په ورته مهال د چین سفیر ویلي، چې هېواد یې له افغانستان سره په عالي کچه د خپلو ډپيلوماټیکو اړیکو ساتلو ته ژمن دی.