ملا برادر ترکي سوداګر او پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته هڅولي

ملا برادر ترکي سوداګر او پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته هڅولي


  • 1 کال دمخه (12/08/2023)
  • سمسور نیوز
  • 574

د رییس الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ترکيې ته د خپل سفر په ترڅ د ترکیې د بهرنۍ سوداګرۍ بورډ له رئیس نایل اولپک او یو شمېر ترکي سوداګرو سره لیدلي.

د ارګ پر ټویټر لیکل شوي، چې په دې کتنه کې پر اقتصادي او سوداګریزو موضوعاتو سربېره په افغانستان کې د پانګونې په برخه کې د شته فرصتونو په اړه بحث وشو.

په ټویټونو کې راغلي، چې په دغه ناسته کې د هغو لویو ترکي او نړیوالو کمپنیو رئيسانو او استازو ګډون کړى و، چې د سیمې او نړۍ په کچه د زېربناوو جوړولو، د کانونو استخراج او پروسس، د کرنې میکانیزه کولو، د برېښنا تولید، اوسپنې پټلۍ شبکو جوړولو، د درملو او خوراکي توکو د تولید، سوداګرۍ، مخابراتو او د سیاحت په برخه کې کاري او  د پانګونې اوږده مخینه لري.

برادر د یادې لیدنې پر مهال افغان او ترکي پانګوالو ته ډاډ ورکړ چې په افغانستان کې د سرتاسري امنیت په ټینګېدو سره د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره شوې.