تېره ورځ د فرانسې او برېتانيا ترمنځ په «انګرېز تنګي» کې د کډوالو يوې کښتۍ د ډوبېدو له امله شپږ تنه افغانان مړه شوي دي.
د فرانسې خبري اژانس د دغه هېواد د ساحلي ادارې چارواکو له قوله ویلي، چې له پنځو تر لسو تنو نور ورک دي.
د برېتانيا او فرانسې ساحل ساتونکو له کښتۍ شااوخوا ۵۰ تنه ژغورلي هم دي.
د فرانسې د ساحلي ښار بولون د لوی څارنوال مرستیال ویلي، چې د وژل شویو افغانانو عمرونه د ۳۰کلونو شااخوا ښکاري.
د ژغورنې ډله وايي، دا په روانه اوونۍ کې اووم ځل دی، چې دوی له اوبو کډوال ژغورلي دي.