د ایران پر شاه چراغ زیارت برید کې ۱۳ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ایران پر شاه چراغ زیارت برید کې ۱۳ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې


  • 1 کال دمخه (14/08/2023)
  • سمسور نیوز
  • 505

ایراني رسنیو خبر ورکړی، تېره شپه چې ددغه هېواد د شیراز ښار پر شاه چراغ زیارت برید کې لږ تر لږه ۱۳ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. 

په ټولنیزو رسنیو خپره شوې ویډیو کې لیدل کېږي، دوه کسان چې پر وسلو سمبار و، زیارت ته ننوځي او پر خلکو ډزې کوي.

د ایراني رسنیو د خبر له مخې، په ډزو کې د دغه زیارت د دوو خادمانو په ګډون پنځه وژل شوي او اته نور ټپیان دي. 

ځایي مسوولینو ویلي چې یو بریدګر یې نیولی او بل ترې په تېښته بریالی شوی دی.  

ددې برید مسوولیت تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی؛ خو تېر کال د داعش ډلې په همدې زیارت کې د ورته برید مسؤلیت منلی و، ددغه برید په پایله کې ۱۵ تنه وژل شوي او تر ۴۰ زیات کسان ټپیان شوي وو.