دوه کلن سیاسي سکوت؛ د ملت سرنوشت او طالب سره څه روان دي؟

دوه کلن سیاسي سکوت؛ د ملت سرنوشت او طالب سره څه روان دي؟


  • 1 کال دمخه (14/08/2023)
  • یوسف یوسفزی
  • 626

کله چې قطر کې د امریکې او ت/الب ترمنځ د افغانستان پر راتلونکي حکومت، څرنګوالي او وضعیت خبرې نهايي شوې، نو د جمهوریت حکومت چې له پخوا سقوط ته اماده شوی و، په منظم ډول ولایت په ولایت خلع‌واک  او په خورا لویه کچه عزل قدرت شو، نور نو داسې څوک نه و، چې پوځ ته يې حتا د جګړې قومانده ورکوله.

 

واک په سیسټماتیک ډول له جمهوریته د ت/الب اختیار ته وغورځېد.

 

منظم، مجهز، عالي روزل شوي او تر غاښو مسلح پوځ و پاشل شو، مُفسد چارواکي چې له اصلي پرېکړې خبر نه ول، له ډاره ولړزېدل، چا له سرحدونو ځانونه واړول او چالان موټرې ترې پاتې شوې او چا د کابل هوايي ډګر ته ځانونه ورسول. انارشي وه، ګډوډي شوه، بې‌سَر او بې‌صاحبه هېواد او ملت يې پاتې شو. د تاریخ زبون، خفیف، ناکس او خوار حالت یو وار بیا تکرار شو.

 

خو دغه ګډوډي په عمومي چور او تالان بدل نه شو، د چا کور ته اور ورته نه‌شو او نه لکه د پخواني م‌جاهدینو د دوران د خلکو مالونه او د کور سامان لوټ شو.

 

له دغه چور، چپاول او منظم سیسټم له لارې د ګډوډيو مخنیوی داسې څه هم وايي، چې ګني پخواني جنګ‌سالاران یوازې د قضیې تر نمايي پوهول شوي و او صرف د نظام سقوط، د رشوت رواجول، بدماشي، لوړترینو مقاماتو ته اخطارونه او ځينې نورې کړنې د دوی دندې وې، خو د سقوط له اصلي قضيې او ترپایه پلان‌شوي سناریو نه، نه‌و خبر.

 

صرف له نیمايي وروسته دوی ته د مؤقت حکومت کیسه شریکه شوې وه، کوم چې په زیات احتمال پلان D به هم نه و.

 

شریرې ريښې له اصلي شرارته نه و خبر‌، د خپلو ورکېدو ډولونه يې پخپله غږول او تر څو چې پوه شول د سندرې شاعري کې ورته څه ویل شوي، دوی پوپناه شوي و.

 

اوس نو لکه زخمي عسکر کرار کرار په هوښ راځي او دردونه ورته کيسې کوي.

 

دا باب دومره تفصیل لري، چې کولی شم کتابونه پرې ولیکم، خو غواړم دلته پر اصلي قضيې زیات فوکس وکړم.

 

زیاترو افغانانو ته دا سوالونه زېږېږي، چې ت/الب به کله ځي؟ دوی څومره وخت پاتې کېږي؟ د ځوانانو سرنوشت به څه کېږي او لسګونه نور مهم سوالونه، چې زه غواړم ځينو ته يې د وروستیو تازه سیاسي تحولاتو له رویه ځواب ووایم.

 

دغه پېچلې قضیه لومړی باید ساده کړی شي او بیا لکه الجبر د حل طریقې يې پېدا کېږي.

 

د ت/الب د راتګ یوازنی دلیل امریکه ده، هغه دا چې جمهوریت ورته نور بېخي په ګران‌قیمت تمام شوی و، سپینه ماڼۍ نور د افغانستان لګښت پر افریقايي هېوادونو کوي او هلته د جګړې عوامل ورځ تر بلې زور اخلي.

 

جمهوریت امریکا په پښو ودروه او ت/الب د درولو کوښښونه يې روان کړي.

 

اوس‌مهال د ت/الب ترشا په بشپړ ډول د امریکې، ایران او پاکستان ملاتړ موجود دی، چې روسیه او چین ځکه ورسره هم‌نظره دي، چې د ناټو ویستل او د هغوي فزیکي حضور دغو هېوادونو ته په بشپړ ډول سردرد او قوي ګواښ و.

 

نظامي ګواښ یوازې په سیاسي بدل شو او د سیاسي ګواښ کنټرولو هڅې هم کوي.

 

ت/الب به تر هغې په افغانستان کې واک چلوي، تر څو چې دغه فورموله روانه وي.

 

دقیق وخت او د پاتې کېدا وړاندوینې يې ځکه ستونزمنې دي، چې امریکې چوپتیا غوره کړې او ټلوالې له هر دره بې‌نوا راغلي.

 

د خېر کاسه يې تشه او د جګړې دلیل يې د ایران په شمول هيڅ هېواد قانع نه‌شو کړلی.

 

حالات داسې روان دي، چې هېڅ هېواد له ‌ت/الب سره د جګړې او ستونزو جوړولو هڅې نه‌کوي، هر یوه يې د روابطو تکل ته اړم دي.

 

په افغانستان کې به د نجونو ښوونځي خلاصې شي، مضامین به هم پکې تدريس شي، خو اس.لامي او دیني مضامین به پرېمانه شي.

 

اوس‌مهال، چې ت/الب له هرې لارې کوښښ وکړي، نو داسې په منظم شکل د عوامو زړونه نه‌شي خپلولی، چې د نجونو ښوونځي يې د دغو تبلیغاتو یوه لاره ده.

 

د نجونو د ښوونځیو په بندولو د امریکې پڅ غبرګون، د نړېوالو ګُنګ او سوال‌زیږوونکې چوپتیا دا هرڅه په اثبات رسوي، چې هم‌غږي موجوده ده.

 

که امریکا ډالرې بادوي، نو له سیاستونو يې هم ځان خبرول پکار وي.

 

له بل لوري که ت/الب ښوونځي بېرته خلاصوي، نو نتیجه يې دا کېږي، چې د زیاتو عوامو په زړونو کې به ځای پېدا کړي.

 

اوس‌مهال امنیت ټینګ دی، د پخوا په پرتله فساد نشته، ښوونځي به خلاصې شي، یو د کار، بېرغ او د ګوتو په شمار نور مسایل دي، چې دا حل شي، نور نو د مخالفت کچه بېخي کمېږي او حکومت يې ثبات طرف ته روانېږي او دا زمینه‌سازي روانه ده.

 

په‌داسې حال کې، چې عوام د ښوونځيو د خلاصون په هکله د خوشحالي پرځای داسې حالت باندې لعنت ووايي.

 

د امریکې تر ټولو قوي سیاسي استازی زلمي خلیل‌زاد په خپلو خبرو کې وویل، نور نو هغه وختونه خلاص دي، چې امریکا به بیا د پخوانیو جنګ‌سالارانو لمن ونیسي، ملاتړ يې وکړي، باډیګارډان ورکړي او دوی دورې دورې کېږي.

 

دا اوس‌مهال واضح پېغام و، چې جنګ‌سالاران دي، نور په بهرنیو هېوادونو کې خپلو تخریبي فعالیتونو ته د پای ټکی کېږدي او له ت/الب سره دې جوړ جاړی وکړي، که جوړجاړی هم وکړي، نور نو پخواني حالت کې به سیاسي تاثیر هم و نه‌لري.

 

موږ له‌پاره همدا سوالونه دي، چې جبهه‌ی مقاومت، ازادي، او ورته نور نومونو تبلیغات به څه کېږي؟

 

فکر کړم تر څو کلونو دغه موضوع حل شوه، حتا خلیل‌زاد په خپلو خبرو کې اخطار هم ورکړ، چې په پردي هېواد کې د افغانستان اوسني حکومت ته شوم پلان‌جوړوونکیو ته ممکن ستونزې پېدا شي.

 

خو له دوی سره به ارتباط په بشپړ ډول نه قطع کېږي.

 

احتمال دا ځي، چې یو ملي ګفتمان یا خبرو اترو ته زمینه‌برابرېدونکې ده او ممکن ځينې جنګ‌سالاران نور د خپلو سرمایو د مصرفولو او جایدادونو د خرڅ له‌پاره بېعت وکړي.

 

کیسه تر اوسه داسې روانه ده.

 

بل طرف د امریکې پر سیاست نه، بلکې پر هېڅ سیاست باور نه‌دی پکار، ممکن پوستین ورته چپه واغوندي او د هغې ډلې ورکول، چې د نړۍ د ماتې خبره کوي، خو مشر يې بیا د بې‌پیلوټه الوتکې له ویرې له شا وینا کوي، ورکول يې د څو ورځو کار دی. دا کار تجربه شوی او هېڅ شک پکې نه لیدل کېږي.

 

اخوا په افریقايي هېوادونو کې د اروپا ګواښ زیات شوی او څو ورځې وړاندې دوو هېوادونو ولسمشران په رسمي ډول اعلان وکړ، چې نور د اروپا له سیاسته يې لاس اخیستی او د پوتین جدي ملاتړي دي.

 

د روسيې حضور د امریکې حضور دی او د امریکې بیا برعکس د کرملین جګړه ده.

 

نو له یوکراین او افغانستان نه لاس اخیستل د نړۍ په سیاسي جغرافیه کې د زیاتو بدلونونو لامل شوي.

 

د افریقې قاره يې وزمینه او د پاکستان او ایران اوازه يې هم ګرمه کړې.

 

له ت/الب سره به د امریکې ملګرتیا تر هغه وخته وي، ترڅو چې د دوی د لویو سیاستونو په نقش او قدم روان وي.

 

که يې پښه واړوله امریکه اووښتې بللې شو.