نن له غرمې مخکې د خوست ښار په یوه هوټل کې چاودنه شوې، چې له کبله یې پنځه تنه وژل شوي او اته نور ټپیان دي.
په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي انځورونه ښیي، چې د دې پېښې قربانیان ملکي وګړي دي.
ویل کېږي، چې په دې چاودنه کې ځینو وزیرستاني کډوالو هم زیان لیدلی دی.
د خوست د امنیه قومندانۍ مسؤلینو پېښه تائید کړې، خو د پېښې د نوعیت په اړه یې څه نه دي ویلي.
تر اوسه د دغې چاودنې مسؤلیت کوم ډلې نه دی منلی، خو د ټولنیزو رسنیو کاروونکو دا د پاکستاني ډرون الوتکې برید بللی دی.
رسمي سرچینو تر اوسه د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.