ملګري ملتونه: د افغان نجونو د زده کړو لپاره مو کمپاین پیل کړی

ملګري ملتونه: د افغان نجونو د زده کړو لپاره مو کمپاین پیل کړی


  • 1 کال دمخه (15/08/2023)
  • سمسور نیوز
  • 425

ملګري ملتونه وایي، په افغانستان کې د سرپرست حکومت د بیاځلې واکمنۍ له دوه کاله پوره کېدو سره يې هم‌مهاله، په افغانستان کې د نجونو د زده‌کړو لپاره کمپاین پیل کړی دی. 

دغه کمپاین چې د روان زیږدیز کال تر سپټمبر میاشتې دوام پیدا کوي، په نړۍ کې به زده‌کړو ته د لاسرسي لپاره د افغان نجونو غږ پورته کړي. 

د سرپرست حکومت د بیا واکمنۍ د دویمې کلیزې په مناسبت د ملګرو ملتونو یو شمېر کارپوهانو په یوه ګډه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې سرپرست حکومت ته په کار ده چې د نجونو او ښځو پر وړاندې په خپل چلند کې بدلون راولي.