د دفاع سرپرست وزیر ویلي، چې دوی د غچ اخیستنې په فکر کې نه دي او اوس د دې وخت دی، چې د هېواد د ابادولو لپاره وکړي.
مولوي محمد یعقوب مجاهد دا څرګندونې نن په دفاع وزارت کې پر افغانستان د اسلامي امارت د بیا واکمنۍ د دویمې کلیزې په نمانځغونډه کې وکړې.
نوموړي زیاته کړې، چې نور د هېواد د آبادولو وخت را رسېدلی او دوی په دې برخه کې کار پيل کړی دی.
د اسلامي امارت د دفاع وزارت سرپرست همداراز په هېواد کې شته ستونزو ته په اشارې ویلي چې هېوادوال دې له صبر کار واخلي او شته ستونزې به هم حل شي.
نن سهشنبه د زمري ۲۴مه په افغانستان کې د جمهوري نظام د سقوط او د اسلامي امارت د واکمنېدو دویمه کلیزه ده او سرپرست حکومت د دې ورځې په مناسبت عمومي رخصتي اعلان کړې ده.