انتونیو ګوترېش: نړیواله ټولنه باید افغانان هېر نه کړي

انتونیو ګوترېش: نړیواله ټولنه باید افغانان هېر نه کړي


  • 1 کال دمخه (16/08/2023)
  • سمسور نیوز
  • 546

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترېش په افغانستان کې د ښځو پر حقونو د بندیزونو لګولو پر دوام اندېښنه ښودلې ده. 

نوموړي د ا، ا دویمې کالیزې په مناسبت ویلي، چې په افغانستان کې وضعيت د ښځو او نجونو پر حقونو د محدوديتونو په شمول ډېر اندېښمنوونکی دی. 

هغه له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغانستان خلک باید هېر نه کړي.

پرون د اسد ۲۴مه واک ته د اسلامي امارت د  رسېدو دویمه کاليزه وه.

اسلامي امارت د تېرو دوو کلونو پر مهال د ښځو او نجونو د زده کړې او کار پر حقونو سخت محدوديتونه لګولي دي.