د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنېټ وايي، تعلیم د ځواکمن کېدو حق دی.
هغه پر خپله ټوېټر پاڼه پر افغانستان د ا، ا حکومتولۍ دوه کلن کېدو ته په اشارې سره ویلي، چې د نیمايي وګړو د تعلیم پر حق سترګې پټول، پر ډېرو نورو بشري حقونو سترګې پټول دي.
پرون پر افغانستان د ا، ا د ولکې د بیا ټینګولو دوه کاله پوره شول.
اسلامي امارت د تېرو دوو کلونو پر مهال د ښځو او نجونو د زده کړو او کار پر حقونو سخت محدوديتونه لګولي دي.