قرآن‌کریم ته تر سپکاوي وروسته؛ پارېدلو لاریون‌والو پنجاب کې کلیساوو ته اور ورته کړی

قرآن‌کریم ته تر سپکاوي وروسته؛ پارېدلو لاریون‌والو پنجاب کې کلیساوو ته اور ورته کړی


  • 11 مياشتي دمخه (17/08/2023)
  • سمسور نیوز
  • 414

د پاکستان په پنجاب ایالت کې پارېدلو لاریون‌والو د عیسویانو کورونو او کلیساوو ته اور اچولی او نړولي یې دي.

د راپورونو له مخې، پېښه وروسته تر هغې رامنځته شوه، چې د دغه ایالت په فیصل اباد سیمه کې دوو عیسویانو د قرانکریم ځینو پاڼو ته بې احترامي وکړه او اور یې ورته واچوه. 

پاکستان کې دغه پېښه په داسې مهال رامنځته کېږي، چې دغو وروستیو کې د نړۍ په ځينو نورو هېوادونو لکه سویډن او ډنمارک کې هم د قرانکریم مبارک کتاب ته بې احترامي شوې، چې د نړۍ د مسلمانانو سخته غوسه یې را وپاروله او عاملینو ته یې د سختې سزا غوښتنه وکړه.