یونسیار: تېرو دوو کلونو کې تر ١،٦ میلیونه زیات افغانان کډوال شوي

یونسیار: تېرو دوو کلونو کې تر ١،٦ میلیونه زیات افغانان کډوال شوي


  • 1 کال دمخه (17/08/2023)
  • سمسور نیوز
  • 518

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ یا یونسیار ویلي،  چې د د سرپرست حکومت د واکمنۍ له پیله تر اوسه له ۱،۶ میلیونه څخه زیات افغانان کډوال شوي دي.  

یادې ادارې په خپل وروستي راپور کې ویلي په افغانستان کې روان اقتصادي بحران، سیاسي وضعیت او د ښځو پر کار او زده کړه باندې د سرپرست حکومت محدودیتونه؛ هغه عمده ستونزې بلل کیږي، چې افغانان له هېواد څخه وتلو ته اړ کوي.

سرچینې زیاته کړې چې زیاتره دغه افغانان پاکستان ته کډه شوي دي او زیاتوي چې اوس مهال په پاکستان کې ۳.۷ میلیونه افغان کډوال اوسیږي، چې یوازې ۱.۴ میلیونه یې د کډوالۍ قانوني اسناد لري. 

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د یو راپور له مخې، په تیرو دوو کلونو کې نږدې ۸۹ زره افغانان امریکا ته انتقال شوي دي. 

پر امریکا سربیره، کاناډا نږدې ۴۰ زره افغانان منلي دي.

 کاناډا تراوسه شاوخوا ۳۶ زره افغان کډوال دغه هیواد ته انتقال کړي دي چې زیاتره یې ښځې او مدني فعالان دي. دغه زار شاوخوا ۲۵ زره جرمني او ځینې بیا ایران ، ترکیې او نورو هېوادونو ته کډوال شوي دي.