بدخشان کې د اوسني حکومت یو کس اوبو ډوب او مړ کړی

بدخشان کې د اوسني حکومت یو کس اوبو ډوب او مړ کړی


  • 1 کال دمخه (19/08/2023)
  • سمسور نیوز
  • 437

د بدخشان په کوکچه سیند کې یو حکومتي کس د لامبو پر مهال ډوب او مړ شوی دی.

سیمه ییزې سرچینې وایي، د ا، ا دغه غړي د بدخشان په بندخونه کې دنده لرله.  

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دا پېښه پرون ماسپښین د مرکز فیض‌اباد ښار په خمچان سیمه کې شوې ده. 

د بدخشان د امنیې قومانداني مسؤلینو پېښه تائید کړې او ویلي یې دي، چې یاد کس محمد اسلم نومېده.

د یادونې وړ ده چې تېر کال د ا، ا دوه نور غړي د غزني د اندړو ولسوالۍ په بند سرده کې هم ډوب او مړه شوي وو.