پنجاب کې د ترافیکي پېښې له امله ۱۸ کسان مړه شوي

پنجاب کې د ترافیکي پېښې له امله ۱۸ کسان مړه شوي


  • 1 کال دمخه (20/08/2023)
  • سمسور نیوز
  • 487

د پاکستان په پنجاب ایالت کې یوه مسافروړونکي بس او د تېلو یوه ټانکر ټکر کړی، چې له امله یې ۱۸ کسان مړه شوي او ۱۶ نور ټپيان دي.  

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې دا پېښه نن سهار شاوخوا ۴ بجې پر فیصل‌اباد لویه لار رامنځته شوې ده.

د راپور له مخې، په دغه بس کې شااوخوا ۳۳ تنه سپاره وو.  

راپور کې راغلي، چې قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي او د پېښې ټپیان د فیصل اباد روغتونونو ته لېږدول شوي دي.