نوموتي افغان ممثل عبدالاحمد خاکسار له دې نړۍ سترګې پټې کړې

نوموتي افغان ممثل عبدالاحمد خاکسار له دې نړۍ سترګې پټې کړې


  • 10 مياشتي دمخه (21/08/2023)
  • سمسور نیوز
  • 456

مشهور افغان ممثل او د تياتر کارکوونکی عبدالاحمد خاکسار نن سهار د ورپېښې ناروغۍ له کبله د ۷۰ کلونو په عمر مړ شو.

د هغه زوی عبدالاحد د خپل پلار مړينه تائید کړې ده.

عبدالاحد ویلي، پلار يې يوه اوونۍ وړاندې ناڅاپي ناروغ شو چې د پښو له درده کړېده او نن يې خپل روح حق ته وسپاره.

عبدالاحمد خاکسار مشهور افغان ممثل و چې له کلونو راهيسې يې بېلابېلو فلمونو او سینما کې کار کړی او لسګونه فلمونه يې افغاني ټولنې ته پرېښودل.