د کندهار د ژړۍ ولسوالۍ په کولک غونډۍ سیمه کې د یوې اته کلنې نجلۍ جسد موندل شوی دی.
ځایي سرچینو ویلي، چې دا نجلۍ د جمعې په ورځ خپلې مور له یوه کور څخه بل ته استولې وه، چې بیا ورکه شوې او جسد یې د جوارو په کرونده کې پیدا شوی دی.
د سرچینې په وینا، له دې نجلۍ پوزه او غوږونه هم پرې شوي دي.
د کندهار د امنیه قومندانۍ ویاند حافظ صابر هم پېښه تایید کړې، خو د علت په اړه یې معلومات نه دي ورکړي او ویلي یې دي چې په دې اړه څېړنې روانې دي.