د بلخ - شبرغان پر لویه لاره د ترافیکي پېښې له امله لس تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.
یاده پېښه نن مازیګر د بلخ ولایت چهاربولک ولسوالۍ په اقتېپې سیمه کې رامنځته شوې ده.
د پېښې عیني شاهدانو ویلي، چې پېښه کې پنځه تنو خپل ژوند بایللی او پنځه تنه نور ټپیان دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د پېښې په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په هېواد کې په بې سارې توګه ټرافیکي پېښې زیاتې شوې دي، چې له امله یې ګڼ شمېر هېوادوالو ته مرګ ژوبله اوښتې.