پاملرنې موسسه: د نجونو پر زده کړو بندیز افغانستان ته ۵،۴ میلیارده ډالره زیان اړولی

پاملرنې موسسه: د نجونو پر زده کړو بندیز افغانستان ته ۵،۴ میلیارده ډالره زیان اړولی


  • 1 کال دمخه (22/08/2023)
  • سمسور نیوز
  • 409

د پاملرنې نړیوالې موسسې په یوه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو له بندیز وروسته دغه هېواد ته ۵،۴ میلیارده ډالره زیان اوښتی دی.

یادې موسسې په خپل راپور کې ویلي، چې پر افغانستان د اسلامي امارت تر واکمنۍ وروسته ۲،۵ میلیونه نجونې له زده کړو محرومې شوې او افغانستان یوازنی هېواد دی چې نجونې په کې ښوونځیو ته نه شي تللی. 

پاملرنې نړیوالې موسسې په هېواد کې ۱۵۰۰نجونو ته د زده کړو زمینه برابره کړې، چې معلولې نجونې هم په کې شاملې دي.