کابل کې یو ایرانی خبریال نیول شوی دی

کابل کې یو ایرانی خبریال نیول شوی دی


  • 8 مياشتي دمخه (22/08/2023)
  • سمسور نیوز
  • 386

تسنیم خبري اژانس خبر ورکړی، چې په افغانستان کې سرپرست حکومت یې یو عکاس او ویډیو اډېټور نیولی دی. 

دغه خبري اژانس ویلي چې محمد حسین ولایتي په روانه اوونۍ کې هغه مهال د کابل په هوايي ډګر کې له کوم مشخص دلیل پرته ونیول شو چې ایران ته د تګ تکل درلود.

دغه خبري اژانس له اسلامي امارته غوښتي چې خبریال یې ژر تر ژره ازاد کړي. 

بلخوا اسلامي امارت تراوسه په دې هکله څه نه‌دي ویلي.