ستانکزی: ملګري ملتونه دې د بانکي بندیزونو لرې کولو کې راسره مرسته وکړي

ستانکزی: ملګري ملتونه دې د بانکي بندیزونو لرې کولو کې راسره مرسته وکړي


  • 1 کال دمخه (23/08/2023)
  • سمسور نیوز
  • 433

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزي تېره ورځ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو  د سیاسي استازولۍ له مرستیال سره په کتنه کې ویلي چې ملګري ملتونه دې د بانکي بندیزونو په لرې کولو کې له دوی سره مرسته وکړي.

د یاد وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل پرخپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې په دې لیدنه کې دواړو لورو د اقلیمي بدلون، د کوکنارو د بدیل کښت په ترویج، او د بانکي بندیزونو په اړه خبرې کړي.

عباس ستانکزي ویلي، اسلامي له ټولې نړۍ سره غوره اړیکې لري او نړیوالې ټولنې ته په کار ده چې یادو برخو کې له افغانستان سره مرسته وکړي.

د هغه په خبره، اسلامي امارت غواړي چې په افغانستان کې د جنګ پاڼه بدله او له ټولې نړۍ سره د اړیکو نوی باب پرانیزي.

په همدې حال کې د یوناما مرستیال مارکس پوتزل ویلي، هڅه کوي چې له افغانستان سره د نړیوالو د همکارۍ او ګډ کار زمینه برابره کړي.

د یادونې وړ ده چې اسلامي امارت تر دې وړاندې څو ځله د کنګل شوې شتمنۍ د خلاصېدو غوښتنه کړې، خو لا یې هم غږ نه دی اورېدل شوی.