د افغانستان او پاکستان ترمنځ د درېیو شل اوریزو لوبو لومړۍ لوبه د پاکستان لوبډلې په ګټه پای ته ورسېده.
په دې لوبه کې چې تېره ورځ ترسره شوه، د پاکستان لوبډلې لومړۍ توپ وهنه وکړه چې په ټاکلو پنځوسو اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره افغانستان ته د ۲۰۲ منډو هدف وټاکه.
د ا فغانستان لپاره مجیب الرحمن په لس اورونو کې ۳۳ منډې ورکړې او درې لوبغاړي یې وسوځول.
افغان لوبډلې ورکړل شوی هدف پوره نه شو کړی او ټوله لوبډله یې د لوبې په ۲۱م اور کې په ۵۹ منډو وسوځېده.
د پاکستان لپاره حارث رووف پنځه افغان لوبغاړي وسوځول.
ټاکل شوې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ به دویمه لوبه د پنج شنبې په ورځ د افغانستان پر وخت دوه بجې پیل شي.