ډنمارک د قرآن‌کریم نسخې سوځول منع کوي

ډنمارک د قرآن‌کریم نسخې سوځول منع کوي


  • 1 کال دمخه (26/08/2023)
  • سمسور نیوز
  • 500

د ډنمارک حکومت اعلان کړی دی، چې په دې هېواد کې د قران کریم د نسخو پر سوځولو بندیز لګوي.   

په دغه اروپايي هېواد کې د اسلام سپیڅلي کتاب ته سپکاوي د اسلامي هیوادونو غوسه راپارولې ده. 

د ډنمارک د عدلیې وزیر پیټر هملګارډ ویلي، حکومت داسې یو قانون وړاندې کوي چې له مخې یې “د مذهبي مقدساتو سره نامناسب چلند منع دی.” 

هغه ویلي چې د دې قانون موخه په ځانګړي ډول په عامه ځایونو کې د مقدسو کتابونو د سوځولو او بې حرمتۍ مخنیوی دی. 

نوی قانون به د ډنمارک د جزا قانون په دولسم فصل کې شامل شي، کوم چې ملي امنیت پوښي. 

هملګارډ وویل چې د قران په سوځولو د بندیز “انګیزه” ملي امنیت ته پېښ ګواښونه وو. 

د ډنمارک حکومت ویلي، د دغه قانون ماتوونکي به له نغدي جریمې او دوه کاله بند سزا سره مخامخ کیږي.