ځایي مسؤلین وایي، د دایکندي په شهرستان ولسوالۍ کې دوه ځوانان د لامبو وهلو پرمهال اوبو ډوب کړي او مړه شوي دي.
پېښه پرون د شهرستان ولسوالۍ اړوند د «موش شده» کلي کې رامنځته شوې ده.
د دایکندي د امنیې قومنداني ویاند ویلي، دغه ځوانان چې عمرونه یې ۱۷ او ۱۸ کلونه وو، له اوو نورو کسانو سره په سیند کې لامبو وهله چې اوبو ډوب کړي دي.