کابل کې نیول شوی ایرانی خبریال بېرته خوشې شو

کابل کې نیول شوی ایرانی خبریال بېرته خوشې شو


  • 1 کال دمخه (26/08/2023)
  • سمسور نیوز
  • 438

د ایران تسنیم خبري اژانس ویلي، ددغه اژانس یو عکاس محمد حسین ولایتي چې تېره شنبه له کابله ایران ته ستنېده، کابل کې پر هوايي ډګر نیول شوی و، تېره شپه خوشی شوی دی. 

نوموړی کابل کې د ایران سفارت ته سپارل شوی. 

د ا، ا حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي هم ویلي چې یاد عکاس خوشی شوی دی. 

اټکل دی چې دغه ایرانی عکاس به ژر ایران ته ستون شي.

وړاندې د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان پر اېکس (پخواني ټویټر) لیکلي وو، د ښاغلي ولایتي د بېرته ستنولو لپاره "پراخې دیپلوماتیکې او کنسولي هڅې" روانې دي. 

تسنیم خبري اژانس ویلي وو، چې ښاغلی ولایتي د کابل پر هوايي ډګر ایران ته د ستنېدو پرمهال د ا، ا له لوري "له هېڅ توضیح ورکولو پرته" نیول شوی دی. 

د ا، ا حکومت هم د هغه د نیول کېدو په اړه رسما څه نه دي ویلي.