سرپرست حکومت بند امیر ته د ښځو پر ورتګ بندیز ولګاوه

سرپرست حکومت بند امیر ته د ښځو پر ورتګ بندیز ولګاوه


  • 10 مياشتي دمخه (27/08/2023)
  • سمسور نیوز
  • 436

د امرباالمعروف وزارت له لوري بند امیر ته د ښځو پر ورتګ بندیز لګولی شوی دی. 

تېره ورځ د یاد وزارت سرپرست وزیر محمد خالد حنفي په بامیانو کې یوې غونډې ته ویلي چې په تېرو دوه کلونو کې مېرمنو د دوی له لوري ټاکل شوي اصول نه دي عملي کړي، نو ځکه یې پر دې اقدام لاس پورې کړ.

نوموړي ویلي، تر هغې به بند امیر ته د مېرمنو پر ورتګ بندیز لګېدلی وي، ترڅو دوی ورته یو ځانګړي اصول نه وي ټاکلي.

حنفي پر سیمه‌ییزو چارواکو ټینګار کړی چې یاد امر عملي کړي.

دا په داسې حال کې ده چې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته پر مېرمنو  د کار او زده کړو ترڅنګ یو شمېر نور بندیزونه هم لګېدلي دي.