عباس ستانکزي کابل لپاره د ازبیکستان له ځانګړي استازي کتلي

عباس ستانکزي کابل لپاره د ازبیکستان له ځانګړي استازي کتلي


  • 1 کال دمخه (27/08/2023)
  • سمسور نیوز
  • 434

‏د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي د ازبیکستان د ځانګړي استازي عصمت‌الله ارګاشیف په مشرۍ د دغه هېواد له پلاوي سره په لیدنه کې ویلي چې د کابل او تاشکند ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا په موخه، افغانستان کې په یوه ځانګړي ځای کار روان دی.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد تکل په خپله ټوېټر (اکس) پاڼه لیکلي چې ښاغلي ستانکزي همدارنګه ویلي چې د سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیاوو په موخه، د ازبیکستان، افغانستان او پاکستان ترمنځ د یوه جامع مکانیزم جوړول مهم دي چې امنیتي وضعیت ته په کتو، د سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخو کې لازم امکانات رامنځته کړي.

عصمت‌الله ارګاشیف ویلي چې تېر کال ازبیکستان، د افغانستان له لارې پاکستان ته ۶ زره ټنه سوداګریز توکي استولي دي.