اسټرالیا کې د د الوتکې غورځېدو پېښې درې امریکايي سمندري پوځیان وژلي

اسټرالیا کې د د الوتکې غورځېدو پېښې درې امریکايي سمندري پوځیان وژلي


  • 1 کال دمخه (28/08/2023)
  • سمسور نیوز
  • 462

اسټرلیا کې د پوځي تمرینونو پر مهال د الوتکې غورځېدو په پېښه کې درې تنه وژل شوي دي.

اسټرلیايي رسنیو خبر ورکړی چې وژل شوي کسان امریکايي سمندري پوځیان دي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې دا پېښه تېره ورځ د اسټرلیا ډاروېن ټاپو ته پر لاره د « ایم وي ۲۲» چورلکې د غورځېدو له کبله رامنځته شوې چې په پایله کې یې ۲۰ نور سمندري پوځیان ټپیان شوي دي.

ویل کېږي چې د ټپیانو روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ نه دی.

یادو پوځیانو د (پرېډاټور ځغاستې) په نامه په هغو تمرینونو کې برخه اخیستې وه چې  د امریکا، اسټرالیا، فیلیپین، ختیځ تیمور او اندونیزیا ۲۵۰۰ پوځیان پکې ګډون لري.

په ورته مهال د اسټرلیا دفاع وزارت هم پر دې پېښه خواشیني څرګنده کړې ده.

د یادونې وړ ده چې دا په تېره یوه میاشت کې دویمه دا ډول پېښه ده چې په اسټرلیا کې رامنځته کېږي.

تر دې وړاندې څلور اسټرلیايي پوځیان د جولای په ۲۹ مه د کوېینز لینډ ساحل ته څېرمه د الوتکې غورځېدو په پېښه کې وژل شوي وو.