د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله په اسیا جام سیالیو کې د ګډون په موخه د پاکستان لاهور ښار ته رسېدلې ده.
په هغه ویډیو کې چې د پاکستان کرېکټ بورډ خپره کړې ښکاري چې هوټل ته د لوبغاړو لېږد په موخه ټینګ امنیتي تدبیرونه نیول شوي وو.
د اسيا کپ سيالۍ د پاکستان په کوربتوب د روانې اګست مياشتې پر ۳۰ نېټه پيلېږي چې د سپټمبر تر ۱۷ نېټې به دوام وکړي، چې ټولې به ۱۳ لوبې په کې وشي.
د دغه جام لومړۍ لوبه د پاکستان او نیپال لوبډلو ترمنځ ده.
افغان ملي لوبډله به د سپټمبر په ۳مه له بنګلهدېش او د همدې میاشتې په ۵مه نېټه له شریلنکا سره سیالۍ وکړي.