اوتنبایوا: افغانستان کې د بې وزلۍ کچه لوړه شوې

اوتنبایوا: افغانستان کې د بې وزلۍ کچه لوړه شوې


  • 1 کال دمخه (29/08/2023)
  • سمسور نیوز
  • 522

کابل کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ یا یوناما مشرې روزا اوتنبایوا ویلي، چې اوسمهال په افغانستان کې د بې وزلۍ کچه خورا لوړه شوې.

نوموړې رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې له افغانستان سره د بشري مرستو ډېره برخه لوېدیځ هېوادونه کوي. 

هغې دا هم ویلي چې لویدیځ هېوادونه د ښځو او نجونو د حقونو پر تامین ډېر ټینګار کوي. 

د یوناما مشرې دغه راز ویلي، چې عربي هېوادونه یوازې په ځینو دیني مناسبتونو کې مرستې کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم په افغانستان کې د بې وزلۍ د پراخېدو خبرداری ورکړل شوی و.