امریکا: افغان نجونې تر بل هر وخت زیات زده کړو ته اړتیا لري

امریکا: افغان نجونې تر بل هر وخت زیات زده کړو ته اړتیا لري


  • 1 کال دمخه (29/08/2023)
  • سمسور نیوز
  • 451

په افغانستان کې د امریکا سفارت وايي، اوس مهال افغان نجونې تر بل هر وخت زیات زده کړو ته اړتیا لري.

یاد سفارت تېره ورځ پرخپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې دوی له افغانانو او په ځانګړي ډول له افغان مېرمنو څخه ملاتړ ته دوام ورکوي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دمګړی د دوی په ملاتړ شاوخوا ۶۰۰ افغان محصلین د سیمې پوهنتونو کې پر زده کړو بوخت دي.

دا په داسې حال کې ده چې اوس مهال په هېواد کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو په زدکړو بندیز لګېدلی.

اسلامي امارت که څه هم دا بندیز دایمي نه ګڼي؛ خو  د دوه کلونو له تېرېدو وروسته هم د ښوونځیو د خلاصون د پرانېستو په برخه کې هیڅ عملي ګام نه دی اوچت شوی.